ایکنانیوز د العربی الجدید له قوله راپور راکړ،د فرانسې په پاریس کې په زرګونو خلکو یوځل بیا د فلسطین د مظلومو خلک په ملاتړ کې مظاهرو ته مخه کړې او زرګونو خلکو د فلسطین دمظلومو خلک په مظلومیّت باندې خپلې چغې پورته کړې او د جنایتکار صهیړنیسټانو له جنایتونو او حملو ئې خپله کرکه بیا نندارې ته وړاندې کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې دغزې تړانګې جنګ دولسمې میاشتې ته وارد شوی دی،له دې پرته چې د صهیونیسټ رژيم د مبمباریو او بې آمانه حملو د ختمیدا کومه نه نښآنه رابرسیره شوي وي.
مظاهره چیانو چې لازیات ګډون کونکي پکې ځوانان وو، اسرائيل دې له فلسطیني ټاټوبی ووځي،فلسطین ستاسو نه دی؛د غزې ماشومان،د فلسطین ماشومان،بشریت له عامې وژلې سره مخ دی: په څير شعارونه ورکول.
په اروپائي پارلیمان کې فلسطین الاصل فرانسوي نماینده ریما حسن دشعار وکونکو او بینر اوچتونکو په مینځ کې چې د اسرائيلو د بایکاټولو غوښته ئې کوله ان د غزې د وژل شوو ماشومانو انځورونه ئې پورته کړي وو، د فلسطین په بیرغ پورته کولو سره له جنایتکارو خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ.
د فرانسې او فلسطین د پيوستون د ټولنې په شمول د مختلفو مدني ټولنو وګړو په دغو مظاهرو کې چې د فرانسې په ځينو نورو ښارونو کې هم په یووخت ترسره شوي،په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې له حالاتود عمومي افکارو د خبرولو په ضرورت ټینګار کاوه.
په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو او جنایتونو له پيل راهسې چې د تیر کال د اکتوبر له اومې وروسته پيل شوي ، کابو ۴۰ زره نهه سوه اته تیا کسان شهیدان شوي او کابو ۹۵ زره نور ټپيان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.هماغه راز دوام لري او په دولسمې میاشتې کې دغه جنایتونه او حملې هماغه شان دوام لري.